د نړۍ ايلکټرونيکي کمېسيون د نومبر په ۶مه لومړی په صنايعو کې د ۵ جي نړيوال معيار يا « په صنايعو کې د ۵ جي نوري فایبر مخابراتي تخنيک د کارونې عامه معيار» خپور کړی دی.
دغه معيار د چين او جرمني لخوا په ګډه مطرح شوی او د امريکا، فرانسې، جاپان او یو شمېر هېوادونو د متخصصینو د ګډو څېړنو له لارې رامنځته شوی او د صنايعو لپاره د ۵ جي په برخه کې يې د نړيوال معيار تشه ډکه کړې ده.




































