د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو کمېټې د نومبر په ۵مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې دغه هېواد له امريکا څخه د وارداتي توليداتو د تعرفو د زياتوالي تدبير تعديل کړی دی.
اعلاميه وايي، چين به د نومبر د لسمې نېټې د ماسپښين له يوې بجې او يوې دقيقې څخه د امريکا پر توليداتو د تعرفو د ۲۴٪ زياتوالي اقدام د يو کال لپاره وځنډوي او پر امريکايي توليداتو به د تعرفو ۱۰٪ زياتوالي انډول ته دوام ورکړي.




































