”د نړۍ سويلي رسنيو همکاريز ميکانيزم“ د جوړېدو غونډه او د وېډيويي رسنيو نړيوال فورم د نومبر په ۶مه نېټه د چين د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې ترسره شول.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د سريلانکا ولسمشر انورا کومارا ديسياناياکي او د يوراګوی ولسمشر يامندو اورسي يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغامونه استولي او پکې يې د دغو فعاليتونو د برياليتوب هيله څرګنده کړې ده.
په ياده غونډه کې د ۴۰ هېوادونو او سيمو، نړيوالو سازمانونو او رسنيو مسؤلينو او په چين کې د ځينو هېوادونو د ډيپلوماتانو په شمول کابو ۳۰۰ مېلمنو ګډون کړی و او ګڼ شمېر رسنيزې لاسته راوړنې يې له نږدې مشاهده کړې دي.




































