د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د نومبر په پنځمه له خپل ايراني سيال عباس عراقچي سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين به له ايران سره په ګډو هڅو د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې ښې پلې کړي، ګډه وده او سمسورتيا به ورسره ومومي، خپلمنځي ګټې ـ ګټې همکارۍ به يې ژورې کړي او خپلمنځي هراړخيزې همکاريزې اړيکې به يې لالوړې سويې ته ورسوي.
عباس عراقچي ويلي، هېواد يې له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
نوموړي ويلي، راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۵۵ مه کليزه وي او ايران د ښه فرصت په لټه دی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ زيات کړي او د خپلمنځي همکاريو بالقوه ځواک يې ترلاسه او يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي.
دواړو مشرانو د ایران د اټومي مسئلې په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي. د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي، د ایران د اټومي مسئلې سياسي حل ټکنی شوی او دا د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره مطابقت نه لري او هيله یې ښودلې، چې ټول لوري خبرو ته دوام ورکړي او دغه مسئله بېرته د مذاکراتو مدار ته راستانه کړي.




































