د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په هېواد کې د نشهيي توکو کښت ۹۹ سلنه راکم شوی او پاتې لږه برخه یې په هغو سیمو کې ده چې لاسرسی ورته ستونزمن دی. فطرت د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د تازه راپور په غبرګون کې ویلي، ا.ا پر هغې سروې باور لري چې ښيي، د نشهيي توکو کښت او تولید په افغانستان کې نږدې صفر ته رسېدلی دی. هغه پر افغان کروندګرو منفي اقتصادي پایلې تایید کړي خو زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې نړۍوالې ټولنې مرسته نه ده کړې.



































