د چين دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په ۶مه د هاینان ولایت په سان يا ښار کې له اړوندو چارواکو څخه د هاینان ازادې سوداګرۍ بندر د جوړولو د چارو راپور اورېدلی دی.
ټاکل شوې، د هاینان ازادې سوداګرۍ بندر به د چين د نوې زمانې د ورخلاصون د مهمې دروازې په توګه اباد شي.
شي جين پينګ د ياد راپور له اورېدلو وروسته رسنيو ته ويلي، چې د هاینان ازادې سوداګرۍ بندر ابادول د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې يوه مهمه پرېکړه ده، چې په نوې زمانه کې د هېواد د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون په موخه نيول شوې ده.
نوموړي د دې پروژې له اړوندو ادارو څخه غوښتي، چې نږدې همغږي وساتي، له ابتکار څخه کار واخلي او د دوامدارو هڅو په رڼا کې د دې بندر د جوړولو موخه پوره کړي.



































