د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای ښار کې پرانيستل شوی، چې د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.
د چين صدراعظم لي چيانګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده. په دغو مراسمو کې د نوموړي ګډون د دې ښکارندويي کوي، چې د چین حکومت ياد نندارتون ته په درنه سترګه ګوري او د لوړې کچې د ورخلاصون د دوامدارې پياوړتيا او له نورو هېوادونو سره د انکشافي فرصتونو د شريکولو ټينګ هوډ لري.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون په لومړي ځل ۲۰۱۸م کال کې ترسره شو او سږنی یې اتم پړاو دی او دا نړۍ ته د ورخلاصون او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ په برخه کې د چين مهم ګام بلل کېږي.
دغه نندارتون ” وارداتو “ته ځانګړی شوی او دا د دې څرګندويي کوي، چې چين د سوداګريز مثبت توازن د موندلو نيت نه، بلکې له نورو هېوادونو سره د لوی بازار د فرصتونو د شريکولو هيله لري.
اوسمهال د نړيوال اقتصاد د بیا سمسورتيا او احيا قوت کمزوری دی او هم په نړۍ کې پروټېکشنيزم د پورته کېدو په حال کې دی. د چين نړيوال وارداتي نندارتون په داسې وضعيت کې د يوه رپاند بيرغ په شان دا روښانه کړې، چې چين به د ورخلاصون د پياوړتيا پر لارې خپلو ټينګو ګامونو ته دوام ورکړي.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون نه يوازې د سوداګرۍ او خدماتو د معاملو ستر فعاليت دی، بلکې د تګلارو او نظريو د تبادلې يو لوړ پوړی پلټفورم هم دی، چې د چين او نړۍ د پيوستون لپاره د کمربند رول لري.
په دغه شپږ ورځني نندارتون کې به د ګردې نړۍ نوي توليدات، نوي تخنيکونه او نوي خدمتونه نندارې ته وړاندې شي او د نندارتون په څنډه کې به د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ پر نويو او عالي چارو د بحثونو لپاره بېلا بېل فورمونه او فرعي فعاليتونه ترسره شي. دا چاره د نړۍ د ازادې او اسانې سوداګرۍ د پرمختګ، د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثابت او سالم چلند د خونديتوب او د نړيوال اقتصاد د ټولشموله او دوامداره پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.
د چین نړيوال وارداتي نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو ګڼې تصدۍ راجلب کړې دي. د پېچلي او بدلېدونکي نړيوال وضعيت سره سره، د اروپا او امريکا نړيوالې تصدۍ دغه نندارتون د چين بازار ته د ننوتلو طلايي دروازه او د سکټورنو د پرمختګ په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لومړۍ کرښه بولي. د ډېرو اروپايي او امريکايي تصديو مسوولينو ويلي، چې دوی په دغه نندارتون کې يوازې لنډمهاله سوداګري په پام کې نه لري، بلکې له چيني همکارانو سره د ژورو همکاريو او دايمي فرصتونو په لټه دي او لوړه توجه ورکوي. د دوی په خبره، دغه نندارتون د يوه پلټفورم په توګه مشخص مهم ارزښت لري او په چين کې یې د خپلو تصديو د برنډونو اغېزې لوړې کړې دي.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون د غوره افغان محصولاتو او د چين په بازار کې د افغان تصديو د کاروبارو د پراختيا طلايي کړکۍ بلل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد له سي جي ټي اېن پښتو سره په مرکه کې ويلي، چې افغان تصديو د چين نړيوال وارداتي نندارتون په تېرو پړاونو کې ګډون کړی او ښې پايلې يې ترلاسه کړي او په چيني بازار کې يې د افغان محصولاتو د شهرت کچه لوړه کړې ده.
د چين حکومت د دغه نندارتون په سږني پړاو کې د لږ پرمختللو هېوادونو د محصولاتو لپاره ځانګړی نندارځی جوړ کړی، څو چيني بازار ته د دغو هېوادونو تصدۍ په اسانۍ لاره ومومي.
ښاغلي جواد ويلي، د چين دغه اقدام د افغانستان په شمول د پرمختيايي هېوادونو د تصديو د ګډون لپاره په نوموړي نندارتون کې د ګډون اسانتياوې برابرې کړي، چيني بازار ته يې د افغان تصديو د ننوتنې ستونزې کمې کړي او افغان سوداګرو ته يې ارزښتناک فرصت برابر کړی دی.
چين يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس او لوی بازار لري، د لګښت سويه يې مخ په پورته کېدو او د ښه کيفيت توليداتو او خدمتونو ته اړتياوې يې مخ پر زياتېدو دي.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره چيني بازار ته د ننوتنې پل جوړ کړی دی. دغه نندارتون نه يوازې د سوداګريزو راکړو ورکړو او متقابلو پانګونو د هڅولو له لارې د چين د باکيفيته پرمختګ په بشپړولو کې ګټور رول لوبوي، بلکې د افغانستان په شمول د بېلا بېلو هېوادونو لپاره يې د کاري دندو او عايداتو زياتوالی هم برابر کړی دی، نو ځکه دغه نندارتون د ګټې – ګټې پلټفورم بلل کېږي.




































