د چين ميډيا ګروپ د «راتلونکي ته کتنه» فعاليت لومړی پړاو (راتلونکی صنعت او د صنعت راتلونکی) په سرليک د نومبر په ۶مه نېټه د جيانګ سو ولايت په سوجو ښار کې ترسره شو.
په دغه فعاليت کې د راتلونکي صنعت نمونې او د نوي تخنيک د صنعتي کېدو بڼې نندارې ته وړاندې شوي او ګډونوالو يې د چین د اقتصاد د راتلونکي پرمختګ په اړه وړاندوينې کړې دي.
د فعاليت ګډونوالو د ټيټې ارتفاع اقتصاد، مصنوعي ځيرکتيا، ځيرکو روبوټونو، سوداګريزې فضانوردۍ، د چيپ کمپيوټر انټرفېس او راتلونکې انرژۍ په اړه خبرې کړې دي.
په دغه فعاليت کې د راتلونکو صنايعو غوره شرکتونو هم برخه اخیستې وه او د مخکښو تخنیکونو يو لړ لاسته راوړنې يې پکې وړاندې کړې دي.




































