په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د نومبر په ۶مه نېټه د اقليمي او امنيتي مسئلې په اړه د امنيت شورا په علنۍ غونډه کې پر چين د امريکا بې اساس تورونه رد او غندلي دي.
نوموړي ويلي، چين د اقليمي بدلون ضد مبارزه کې تر ټولو ټينګ هوډ او دريځ لري او لاسته راوړنه يې هم له چا پټې نه دي.
چين یو ميليارډ او ۴۰۰ ميلیونه نفوس او جي ډي پي يې په نړۍ کې دوهم ځای لري او په تېرو څو کلونو کې يې د نړيوال اقتصاد د زیاتوالي لپاره خدمت څه باندې ۳۰ سلنې ته رسېدلی دی او په هر سر د کاربن د ايستنې منځنۍ اندازه يې هم لوړه نه ده.
ګنګ شوانګ ويلي، د نړۍ په تاريخ کې د امريکا د شنو خونو د ګازونو د ايستنې اندازه تر ټولو زياته ده.
هغه زياته کړې، امريکا دوه ځلې د پاريس تړون څخه وتلې او د اقليمي بدلون ضد د نړیوالو همکاريو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ګرځېدلې ده.




































