د شانګهای څېړنیز انسټیټیوټ د نومبر په ۶مه نېټه د چین نړیوال وارداتي نندارتون (CIIE) د پرمختګ اووم څېړنیز راپور خپور کړی دی.
په دغه راپور کې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون د تېرو ۷ پړاوونو پرمختګونو ته منظمه کتنه شوې ده.
د چین د نړیوال وارداتي نندارتون ۷م پړاو د ډیجیټلي اقتصاد په پرمختګ سره نوي فرصتونه موندلي او د چیني او بهرنیو تصدیو لپاره یې تجربې راټولې کړې دي.
راپور وايي، د نړیوال وارداتي نندارتون په ۷م پړاو کې د سوداګريزو معاملو حجم له ۸۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه ډېر و، چې د نندارتون د شپږم پړاو د ورته معاملو په پرتله ۲ سلنه زياتوالی ښيي.




































