د ۲۰۲۵م کال د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د ووجن سرمشریزه د نومبر په ۷مه نېټه د چین د جه جیانګ ولایت په وو جن ښارګوټي کې پرانیستل شوه.
د انټرنېټ نړیوال کنفرانس سږنۍ سرمشريزه «د پرانیستې همکارۍ، خوندي او جامع ډیجیټل راتلونکي – د انټرنېټ سپېس د ګډ برخلیک ټولنې جوړول” په عنوان ترسره کېږي، چې په بهیر کې به یې ۲۴ فرعي فورمونه هم ترسره شي.
د سرمشريزې ګډونوال به پر عصري ټېکنالوژیو خبرې وکړي او د ځېرکې کرنې او مصنوعي ځیرکتیا په شمول پر ځينو موضوعاتو به بحثونه او نظر تبادلې وکړي.




































