د چين د فوجيان په نوم الوتکې وړونکې بیړۍ په کار پيل وکړ او اړوند مراسم یې د نومبر په ۵مه نېټه د دې هېواد د های نان ولايت د سان يا ښار په يو پوځي بندر کې ترسره شول.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دغو مراسمو کې ګډون او له يادې بېړۍ څخه يې ليدنه کړې ده.
فوجيان بیړۍ د چين لومړۍ الکترو مقناطيسي کاتاپولتس لرونکې الوتکه وړونکې بیړۍ او هم د چين درېیمه الوتکې وړونکې بیړۍ ده.
دغې بيړۍ ته په ۲۰۲۲م کال کې د فوجيان ۱۸ نوم ورکړل شوی دی.
فوجيان بېړۍ د چين لخوا ډيزاين او جوړه شوې او د الکترو مقناطيسی کاتاپولتس تخنيک يې په نړۍ کې مخکښ ځای لري.




































