د ا.ا ویاند په یوه انلاین خبري ناسته کې وویل، چې د پاکستان په پوځ کې کړۍ شته چې په افغانستان کې په خپلو پښو ولاړ حاکمیت نه غواړي. نوموړي وویل، پاکستاني طالبانو د تحریک او پاکستان ستونزه اوسنۍ نه ده او د ا.ا له واکمنۍ وروسته نه ده رامنځته شوې بلکې له ۲۰۰۲ زیږیز کال راهیسې دوام لري. ذبیح الله مجاهد وویل، چې د افغانستان ا.ا هڅه وکړه چې ټي ټي پي له پاکستان سره مستقیم خبرو ته کېنوي او دغه لړۍ تر ډېره بریده بریالۍ هم وه، خو د پاکستان پوځ دغه بهیر سبوتاژ کړ. مجاهد وویل، چې د پاکستان په پوځ کې کړۍ شته چې په افغانستان کې په خپلو پښو ولاړ حاکمیت نه غواړي.



































