د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۷مه نېټه پاول بييا ته يوه پيغام لېږلی او نوموړي ته يې د کامرون د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي ويلې.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين له کامرون سره عنعنوي دوستي لري. دواړو هېوادونو له تېرو کلونو راهيسې خپلمنځي سياسي باور لا پياوړی کړی، په بېلا بېلو برخو کې يې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د متقابلې خواوې د مرکزي ګټو په تړاو مهمو مسئلو کې يې يو د بل ټينګ ملاتړ کړی دی. راتلونکی ۲۰۲۶م کال به د چين او کامرون ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۵مې کليزې سره برابر وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړيکو د پرمختګ نوي فرصتونه ورسوي.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې له بييا سره د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو په رڼا کې د چين او کامرون ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته وده ورکړي او د دواړو خواوو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.



































