د ګرجستان صدراعظم ايراکلي کوباخيدزي په دې وروستيو کې د چين د اتم نړيوال وارداتي نندارتون لپاره شانګهای ته راغلی او له چين مېډيا ګروپ سره يې ځانګړې مرکه کړې ده.
د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شوی. ګرجستان د دغه نندارتون په مسلسلو ۸ دورو کې ګډون کړی او په لومړي ځل يې د مېلمه هېواد په توګه په سږني نندارتون کې برخه اخيستې. ايراکلي کوباخيدزي له چين مېډيا ګروپ سره په مرکه کې ويلي، په ۲۰۱۸م کال کې نافذ شوي((د چين او ګرجستان د ازادې سوداګرۍ تړون)) د دواړو هېوادونو سوداګريزې راکړې ورکړې پياوړې کړې دي. نوموړي زياته کړې، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزې همکاريو د پراختيا لپاره ډېر مهم خدمتونه کړي دي.
کوباخيدزي ويلي، تېر لسګونه کلونه تاريخ ښيي، چې چين يو داسې لوی هېواد دی چې پر سوله ييز پرمختګ ټينګار لري. ده د چين هغه دريځ او هڅې د نړيوالې ټولنې لپاره د درناوي وړ او د ستاينې وړ بللي، چې دغه هېواد سولې او ثبات ته په درنه سترګه ګوري او په دې سيمه حتی لا پراخو سيمو کې د سولې بهير د پرمختګ لپاره هلې ځلې کړې دي. هغه ويلي، چې چين نه يوازې د عصري پرمختګ مثال دی، بلکې د سولې د ساتلو نمونه هم ده.




































