د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د نومبر په ۷مه نېټه شمېرې خبرې کړې چې له مخې يې د روان کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې د چین د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۷ اعشاریه ۳۱ تريليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاریه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.
يوازې په تېر اکتوبر کې، د چین د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳ اعشاریه ۷ تريليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د اکتوبر په پرتله صفر اعشاریه ۱ سلنه زیات شوی. سربېره پر دې، د چین د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت له تېرې فبرورۍ راهيسې د پرله پسې ۹ مياشتو لپاره مثبته وده ساتلې ده.




































