د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۸مه نېټه ((اوج ته د کاربن د ايستلو اندازې د رسولو او د کاربن د خنثی کولو لپاره د چين اقدامات)) سپين کتاب خپور کړ.
دغه کتاب د چاپيريال ساتنې او د کاربن ايستنې د کموالي په لوري د انرژۍ د سمون په برخه کې د چين د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي، چې له مخې يې، د چين د انرژۍ په مصارفو کې د غير فوسيل انرژۍ ونډه په ۲۰۲۰م کال کې ۱۶ سلنه وه او په ۲۰۲۴م کال کې ۱۹ اعشاريه ۸ سلنې ته لوړه شوې او د لوړوالي کلنی انډول يې ۱ سلنې ته نژدې دی. د ۲۰۲۵م کال د اګست تر پایه په چين کې د باد او لمر په وسيله د برېښنا توليدي ظرفيت له ۱۶۹۰ ګيګاواټ ( gigawatt ) څخه زيات شوی، چې دا رقم د ۲۰۲۰م کال د ورته شمېر د دريو چندو په پرتله زياتوالی ښيي.
په دغه کتاب کې راغلي، چې چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له برخوالو هېوادونو سره د زرغونو زيربناوو، انرژیو او ټرامسپورټ په برخو کې همکارۍ پياوړې کړې دي. چين له اسيان، عرب ليګ، افريقايي ټولنې، منځنۍ او ختيځې اروپا، شانګهای همکارۍ سازمان او ايپېک سره د انرژۍ د همکاريو ۶ سيمه ييز ډګرونه جوړ کړي، له ۳۴ هېوادونو سره يې د کمربند او لارې د انرژۍ همکاريزې اړيکې ټينګې کړې او له څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او سيمو سره يې د زرغونې انرژۍ همکاريزې پروژې پلې کړې دي.
بر سېره پر دې، چين له ۲۰۰ زياتو هېوادونو او سيمو ته د بادي برېښنا، فوټو والټ او د نوې انرژۍ د موټرو په شمول محصولات صادر کړي. د نړۍ د بادي برېښنا ۷۰ ٪ توليدي تجهيزيات او د لمريزې برېښنا ٪۸۰ شيشه يي تختې د چين له خوا برابرې شوې او د دغو سامانونو په رڼا کې د نړۍ د بادي او لمريزې برېښنا توليدي سربيې په جلا جلا توګه ٪۶۰ او ۸۰٪ کمې شوېدي.




































