د چین د دولت رئیس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو دایمي غړي او د صدراعظم مرستیال دینګ شیوه شیانګ پر ځايي وخت د نومبر په ۶مه نېټه د برازیل په بلېم(Belém) کې د اقلیمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون په ۳۰مه سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه.
دینګ شیوه شیانګ وویل چې روان کال د پاریس تړون د لاسلیکېدو له لسمې کلیزې سره برابر دی او د نړۍ د اقلیم حکومتولۍ بهیر یو مهم پړاو ته داخل شوی دی. چین تر ۲۰۳۰ کال پورې د خپل ټاکل شوې ونډې د پلي کولو په بهیر کې د پام وړ پایلې ترلاسه کړې دي. په دې وروستیو کې، د چین د کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې ۴مې عمومي غونډې د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د چین د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پلان او وړاندیزونه تصویب کړي چې پکې يې د ښکلي چین د جوړولو لپاره مهم ترتیبات نیولي دي.
دینګ شیوه شیانګ د سرمشریزې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره هم وکتل.




































