د ۲۰۲۵م کال لپاره د چين او نړۍ د انټرنيټي شبکې د پرمختيا راپورونه د نومبر په ۸ مه د ۲۰۲۵م کال د انټرنېټي شبکې نړیوال کنفرانس د ووجن په سرمشريزه کې خپاره شول. راپورونه ښيي، چې له تېر يو کال راهیسې په چين کې د معلوماتو زېربناوې په پرله پسې توګه ښې شوې او د دغه هېواد ډيجيټلي اقتصادي پرمختګ مخ په ښه کېدو، ژورېدو او ثابت کېدو دی.
راپورونه ښيي، د ۲۰۲۵م کال تر جون پورې په چين کې د هغو کورنيو شمېر چې د بروباند انټرنېټ خدمت ته لاس رسی لري، ۶۸۴ ميليونو ته، د جوړ شوو G5 بېس سټېشنونو شمېر ۴ ميليونو او ۵۵۰ زرو ته او د 5G ګرځنده ټيلېفون کاروونکو شمېر يو ميليارډ او ۱۱۸ ميليونو ته رسېدلی دی.
راپورونه دا هم ښيي، چې د ۲۰۲۴م کال تر ډسمبر پورې په چين کې د توکو انلاين پيرودوونکو شمېر ۹۷۴ ميليونو ته رسېدلی چې د دغه هېواد د انټرنېټي شبکې د کاروونکو ۹.۸۷% جوړوي.




































