د ګرجستان صدراعظم ايراکلي کوباخيدزي په دې وروستيو کې له چين مېډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چین (کمربند او لاره) نوښت او ګرجستان (د کسپين سمندرګي له پولې هاخوا نړیوال ترانسپورټي دهليز) يا ټي ای ټي ار (TITR) پلان لري چې یاد دواړه پلانونه یو له بل سره نږدې تړاو لري او د سیمه اییز اتصال د نويو لارو په جوړولو کې ګډه مرسته کوي.
کوباخیدزي وویل: زه باور لرم چې د چین (کمربند او لار) نوښت او د ګرجستان (TITR) پلان یو له بل سره ډېر نږدې تړاو لري. (TITR) پلان د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لوبولی شي او چین د منځنۍ آسیا له لازياتو هېوادونو لکه اذربایجان او ګرجستان سره نښلولی شي. دغه پلان د اقتصادي تګ راتګ او سوداګریزو همکاريو د پیاوړتيا لپاره يوه بالقوه لار جوړوي، نو ځکه مونږ د منځني دهليز (MC) يا (The Middle Corridor) پروژې ته په ځانګړې توګه د کسپين سمندرګي له پولې هاخوا ټرانزيټي لارې جوړولو ته په ډېره درنه سترګه ګورو.
هغه ګرجستان د سیمې د هېوادونو لپاره د باور وړ همکار بللی او باور يې ښودلی، چې هېواد به يې د هېوادونو د همکاريو په پياوړتيا کې فعال رول ولوبوي.




































