د چين پنځه لسمې ملي لوبې نن يعنې د نومبر په نهمه پیلیږي او پرانيستونکي مراسم به يې نن ماښام د ګوانګ دونګ ولایت په مرکز ګوانګ جو ښار کې ترسره شي.
دغه لوبې به د روانې مياشتې تر ۲۱ مې پورې دوام ولري او بېلابېلې سيالۍ به يې د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو سيمو په لوبغاليو کې ترسره شي. په دغو لوبو کې ۱۴۲۵۲ لوبغاړي ګډون لري او هغوی به د ۳۴ ډوله لویو لوبو په ۴۱۹ ډوله کوچنیو مسابقو کې سيالي وکړي.




































