ټاکل شوې، چې د چين ولسي جمهوريت د ۱۵ مې دورې د ملي لوبو پرانيستونکي مراسم به نن د نومبر د نهمې نېټې په ماښام د دغه هېواد په ګوانګ دونګ ولایت کې المپيک سپورټي مرکز کې ترسره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ به په دغو مراسمو کې ګډون او د دې لوبو د پيل اعلان وکړي.
سي جي ټي اېڼ او سينهوا خبري اژانس به دغه پرانيستونکي مراسم په ژوندۍ بڼه خپاره کړي.




































