د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په جرمني کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکړل شوی، چې په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ خپل فعالیت له سره پیل کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې هېوادوال کولای شي نن دوشنبه د روانې نومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د قونسلي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د ویبپاڼې له لارې آنلاین نوبت واخلي او مراجعه وکړي. د سرچینې د مالوماتو له مخې ډېر ژر به د پاسپورټ د چاپ چارې هم په دغه قونسلګرۍ کې پیل شي.



































