د چین او مصر د پانګونې لومړی فورم د نومبر په ۹مه نېټه په قاهره کې ترسره شو، چې څه باندې ۲۰۰ چیني او مصري تصدیو پکې برخه اخيستې وه.
د مصر د پانګونې او د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر حسن الخطیب دغه فورم ته په وينا کې ويلي، چې هېواد یې هڅې کوي، له چين سره د پانګونې او تجارت همکارۍ نورې هم پراخې کړي.
د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر لینګ جي دغه فورم ته په وینا کې ویلي، چې هېواد يې له مسلسلو ۱۳ کلونو راهيسې د مصر تر ټولو لوی همکار پاتې شوی او د دواړو هېوادونو د سویز تجارتي او سوداګریزو همکاريو زون نږدې ۲۰۰ تصدۍ جلب کړې دي.
نوموړي هیله ښودلې، چې چین او مصر به د ابادۍ پر لارې په دوامداره توګه خپلمنځي مهمې دوستانه اړیکې ټینګې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به نورې زیاتې ګټې ورسوي.




































