د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړیوال انټرنېټ سرمشریزه د نومبر په ۹مه نېټه د چین په وو جن ښار کې پای ته ورسېده.
په دغې سرمشریزې کې د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او سیمو شاوخوا ۱۶۰۰ مېلمنو ګډون کړی و.
ګډونوالو يې ويلي، چې له لسو کلونو راهیسې د سایبري او انټرنېټي فضا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې په هکله نړیواله اجماع مخ په پراخېدو ده او یو لړ مهمې لاسته راوړنې لري.
د دې سرمشریزې په څنډه کې د پرمختګ او همکارۍ، ټکنالوژۍ او چارو، کلتور او ټولنې، ادارې او خوندیتوب او مصنوعي ځیرکتیا په تړاو ۲۴ فرعي فورمونه هم ترسره شوي دي.
په دغې سرمشریزې کې (د سایبري فضا د ګډ برخلیک ټولنې لس کلنو چارو ته بیاکتنه او راتلونکی پلان)، (د چین د انټرنېټي شبکې د پرمختګ سږنی راپور) او (د نړۍ د انټرنېټي شبکې د پرمختګ سږنی راپور) په شمول ځينې سندونه هم خپاره شوي دي.




































