د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون په شانګهای ښار کې د روانې مياشتې په ۵مې نېټې پیل شوی، چې تر لسمې نېټې پورې به دوام ولري.
په دغه نندارتون کې د نړۍ ۱۵۵ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو ګډون کړی او ۴۱۰۸ ګډونوالو بهرنيو تصديو پکې په ۴۳۰ زره مربع متره نندارځي کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
دغه نندراتون د چين د واکمن کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې له څلورمې عمومي غونډې وروسته ترسره کېږي.
سي جي ټي اېن له دغه نندارتون سره هممهاله په انټرنېټي نړۍ کې يوه سروې ترسره کړې، چې د نړۍ د ۴۶ هېوادونو ۱۴زرو کسانو پکې برخه اخيستې او ٪ ۷۲.۶ ګډونوالو یې چين د ورخلاصون او مسابقتي قوت لرونکی ازاد بازار بللی دی.
د سراسري جنوب د هېوادونو ٪ ۸۸.۲ ګډونوالو د چين لوی بازار د خپلو هېوادونو لپاره مهم پرمختيايي فرصت یاد کړی دی.
د سروې ٪ ۷۸.۸ ګډونوالو له چين سره د خپلو هېوادونو سوداګري عادلانه بللې او ۸۵ اعشاریه یو سلنه ګډونوالو یې ويلي، چې هېوادونو یې له چين سره په سوداګرۍ کې پرمختګ کړی او ښې ګټې يې ترلاسه کړې دي.
د سروې ٪ ۸۵ ګډونوالو د چين په نړيوالو همکاريزو پروژو او پروګرامونو کې د سراسري جنوب د هېوادونو له ګډون څخه ملاتړ کړی دی.




































