

د چين د پنځه لسمې دورې ملي لوبې د نومبر په نهمه نېټه پيل شوې او پرانيستونکي مراسم يې د همدې ورځې په ماښام د ګوانګ دونګ ولایت په مرکز ګوانګ جو ښار کې ترسره شول.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دغو مراسمو کې ګډون او د لوبو د پيل اعلان وکړ.
دغه لوبې به د روانې مياشتې تر ۲۱مې پورې دوام ولري او بېلا بېلې سيالۍ به يې د ګوانګ دونګ ولایت، هانکانګ او مکاو سيمو په لوبغاليو کې ترسره شي.
په دغو لوبو کې به ۱۴۲۵۲ لوبغاړي ګډون ولري او د ۳۴ ډوله لویو لوبو په ۴۱۹ ډوله کوچنیو مسابقو کې به سيالي وکړي.






































