د چين دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د نهمې نېټې په ماسپښین د دغه هېواد په ګونګجو ښار کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې له رئیسې کریستې کونټري او د دې کمېټې له دایمي افتخاري رئيس توماس باخ سره لیدلي دي.
شي جين پينګ له نوموړيو سره په دې لېدنه کې ويلي، چې چين د اولمپيک روحيې ټينګ عملي کوونکی، ساتونکی او خپروونکی دی او په خبره یې، چين او د اولمپيک نړيوالې کمېټې په وروستيو کالونو کې د سپورټي چارو په پرمختيا کې يو له بل څخه ملاتړ کړی او په ګډو هڅو يې ډېر لوی او ګټور کارونه ترسره کړي دي.
نوموړي ويلي، چين به د اولمپيک نړيوالې کمېټې سره د لوړې سويې دوه اړخيزې همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د نړيوالو سپورټي چارو د مديريت لپاره به لازيات حکمتونه او وړتياوې وکاروي.
مېرمن کونټري او ښاغلي توماس باخ ګوانګ جو ته په راتګ ډېره خوښي ښودلې او ويلي يې دي، چې دوی د ګوانګدونګ، مکاو او هانکانګ د لوی خلیج د ابادۍ له وضعيت څخه د چين د عصريتوب ځانګړې او سترې لاسته راوړنې احساس کړې دي.




































