د بامیانو ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د غلغلې بازار سړک د قیرکولو چارې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې دي. د بامیانو ښاروال روزي محمد افکار ویلي، چې د یادې ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د غلغلې بازار سړک د قیرکولو چارې پیل شوې دي. د نوموړي په وینا، دغه سړک ۷۵۰ متره اوږدوالی او ۱۴ متره سور لري، چې چارې به یې د درېیو ورځو په موده کې بشپړې شي.



































