د پنجشېر ولایتي مسوولینو د دغه ولايت له کانونو څخه د تازه استخراج شویو زمردو د پلورل کېدو خبر ورکړی دی. د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۸۰۷ قيراطه زمرد د یو میلیونه ۹۲۸ زره ۸۳۶ افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.



































