د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ژمي په پیلېدو سره په افغانستان کې شته سرچینې په ختمېدو دي. یاد بنسټ زیاته کړې چې له پاکستان څخه د افغان راستنېدونکو بهیر لا روان دی او د ورځې شاوخوا اووه زره کسان راستنېږي. یاد سازمان ویلي چې له اګست میاشتې تر اوسه یې درې سوو ۲۰ زرو راستنېدونکو ته بېړنۍ مرستې وړاندې کړې دي. د دغه بنسټ په خبره، له دې ډلې ۷۵ زرو کسانو په نومبر میاشت کې مرستې ترلاسه کړې دي.



































