فاریاب ولایت کې د میمنې ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ښار په ۳مه او ۷مه ناحیه کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه کانال ۲۴۰۰ متره اوږدوالی او ۱.۹۰ متره سور لري، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي. د مسوولینو په خبره، یاده پروژه د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه د ۲۱ میلیونه او ۹۳۹ زره افغانیو په لګښت پلي کېږي.




































