د ا.ا ویاند ویلي، امریکایي بې پېلوټه الوتکې د افغانستان حریم نقضوي او د ځینو هېوادونو له هوایي حریمونو په تېرېدو سره افغانستان ته داخلیږي. نوموړي له صدا و سیما سره په یوه مرکه کې د رسمیت پېژندنې په اړه ویلي، ا.ا ۴۰ ډېپلوماټیکې استازولۍ لري او په وینا یې له کوربه هېوادونو سره ښې اړیکې ټېنګې شوي، ځینې هېوادونه بشپړو او رسمي اړیکو ته تیار دي. د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي د لوېدیځو او اروپایي هېوادونو پر سیاستونو نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د دې هېوادونو سیاستونه له جګړییز حالت نه، نه دي را وتلي، او باید بدلون ومومي.



































