د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مدیره پلاوي او د درملو واردوونکو سره کتلي. په دې کتنه کې د پاکستان د بدیلو سوداګریزو لارو، له بدیلو لارو د وارداتي درملو د ګمرکي اسانتیاوو او د سوداګرو د احتمالي ستونزو په اړه خبرې شوې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د درملو واردوونکو په ګمرکونو کې د رامنځته شویو امکاناتو ستاینه کړې او له بدیلو لارو د سوداګریزو توکو د لېږد په بهیر کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او همکاریو غوښتنه کړې ده. مالیې وزیر ډاډ ورکړی، چې په اړوندو برخو کې به اړینې اسانتیاوې ورته برابرې او په مناسب وخت کې به احتمالي ننګونې او ستونزې ختمې شي.



































