د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د امام ابو حنیفه(رح) ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیست غونډه کې وویل، چې افغانستان دا مهال له شاوخوا ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري. عزیزي زیاته کړه، هغه اقتصادي خوځښت چې اوس افغانستان کې منځته راغلی، هېڅکله به متوقف نه شي. نوموړي د افغانستان او ایران ترمنځ شوې هوکړې ته په اشارې وویل، چې چابهار بندر په یوه مهمه او مناسبه ترانزیټي لاره اوړي. د نورالدین عزیزي په وینا، هغه ژمنتیا چې د ایران او افغانستان ترمنځ شتون لري، غواړو د چابهار او میلک ترانزیټي لاره په یوه نړۍواله لاره او د اوسپنیزې کرښې په دهلېز باندې بدله کړو.



































