کابل ته د تاجکستان د راغلي ځانګړي استازي په مشرۍ یو لوړپوړي دولتي پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې کتنه کې دواړو خواوو د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو پروژو او متقابلو ګټو په برخو کې خپل نظرونه تبادله کړي. متقي ویلي، چې افغانستان له تاجکستان سره د ښو اړیکو د پراخېدو ملاتړ کوي او دغه تعامل د اعتماد، تفاهم او ورورولۍ پر بنسټ روان دی. ورته مهال تاجکستاني پلاوي هم ویلي، چې دوی د افغانستان سره د عملي همکاریو د پراخېدو لپاره چمتو دي. دواړو لورو ټینګار کړی، چې ورته ناستې او دوهاړخیز سفرونه باید دوام ومومي تر څو اړیکې لا پراخې او ژورې شي.



































