د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې افغانستان په دې وروستیو څو لسیزو کې له تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی. اوچا په دې خپاره کړي راپور کې ویلي، چې سږ کال کرنیز حاصلات په پراخه کچه زیانمن شوي دي. د دې ادارې په خبره څاروي وږي پاتې دي او سلګونه کورنۍ اړې شوې چې کورونه پرېږدي او د اوبو او خوړو په لټه کې شي. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال ټول کرنیز حاصلات د وچکالۍ او د ورښتونو د نه کېدو له امله د پاموړ کم شوي دي. یادې ادارې دغه راز ویلي، چې سږ کال له افغانستان سره بشري مرستې خورا کمې شوې دي.



































