په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په جاکارتا کې افغان سفیر مولوي سعدالله بلوچ له پروفیسور شفیق مغنی او د «محمدیه» حزب له یو شمیر نورو مهمو غړو سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې پر ښوونیزو او ټولنیزو دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي. د یاد سفارت په خبره «محمدیه» حزب په اندونیزیا کې یو له مهمو ښوونیزو او ټولنیزو بنسټونو څخه دی، چې د ښوونیزو او روغتیایي خدمتونو په برخه کې فعال رول لري.



































