د کاپیسا ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت پهکوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پروژو چارې د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پيل شوې دي. د یادې پروژو د پیل په مراسمو کې د کوهستان حصه اول ښاروال مولوي عبدالواحد احمدي ویلي، چې په دغو پروژو کې د ۵۵۰ متره سړک بیا رغونه او داغګیري، د ۱۴۰۰ متره کټارو نصبول او څلور کیلومتره جدولونو او ګلدانونو رنګمالي شامله ده، چې ټولیز لګښت یې یو میلیون ۷۸۱ زره افغانۍ اټکل شوی دی.



































