د لوګر ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې یوې پروژې چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي رسنیو ته ویلي، چې د مرکز اړوند نیازي پوزې سیمه کې د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري د ۸ میلیونه ۶۹۲ زره افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې یوې پروژې چارې پیل شوې دي. د هغه خبره، په دغه پروژه کې د ۲ ترانسفرمرونو نصبول شامل دي او پر مټ به یې ۲۰۰ کورنۍ له وارداتي برېښنا څخه برخمنې شي. د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د لوګر د څرخ ولسوالۍ لپاره د برېښنا رسونې د یوې بلې پروژې چارې هم پیل شوې دي.



































