د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر سره کتلي دي. دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې او د چابهار بندر لا فعالول یې د بحث یو له اصلي محورونو بللی. عزیزي په دې کتنه کې افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې بهیر د اسانه کولو په ګډون، د اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده. دغه راز، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اتشو د معرفي کولو او ټاکلو او د سوداګریزو همغږیو د زیاتوالي په تړاو هم خبرې شوې دي. دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان هڅه کوي خپلې ټرانزیټي لارې متنوع کړي او پر پاکستان خپله سوداګریزه اتکا کمه کړي.



































