الماني رسنیو راپور ورکړی چې د ۵۲ افغانانو یوه ډله، چې د بیا میشتېدنې غوښتنلیکونه یې منظور شوي، له پاکستانه المان ته روان شوي، چې ځینې یې په هانوفر او ځينې به یې په برلین کې مېشت شي. بلخوا، تر هغې وروسته چې د المان حکومت په پاکستان کې د مېشتو ۱۹۰۰ افغانانو له ډلې ۶۵۰ هغو ته چې جرمني ورسره د پناه ورکولو ژمنه کړې وه، د څو زرو یورو د ورکولو وړاندیز وکړ، اوس د جرمني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې یوازې ۶۲ کسانو دا وړاندیز منلی دی. د راپورونو له مخې، دا کسان ډېری هغه افغانان دي چې د المان له نظره یې حقوقي وضعیت کمزوری بلل کېږي او د اوږدې ارزونې له امله د دې شونتیا وه چې د هغوی د منلو ژمنه لغوه شي.



































