په هرات کې د زعفرانو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې، هرات کې د زعفرانو د ګل کلنی نندارتون جوړ شوی. زعفرانکارانو او کروندګرو تازه زعفران په دغه نندارتون کې په ۷۲ غرفو کې نندارې ته اېښي دي. دغه نندارتون به د درې ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي. د افغانستان زعفران په نړۍوال بازار کې خورا زیات پېرودونکي لري. هندوستان، کاناډا، سعودي عربستان او اسپانیا د هېواد د زعفرانو ستر پېرودونکي هېوادونو دي.



































