د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې اوږده وچکالي کولای شي ګڼې کورنۍ او ماشومان له پاکو اوبو بې برخې کړي. یونیسف په دې لیکلي پیغام کې زیاته کړې چې دغه بنسټ د سویلي کوریا په مرسته د غور او ننګرهار ولایتونو په ۲۰ سیمهییزو ټولنو کې د اوبو رسونې سیستمونه جوړوي. یاد بنسټ په افغانستان کې پاکو اوبو ته د لاسرسي حل لاره د اوبو رسونې د پایېدونکو سیستمونو جوړول ښودلي دي. یونیسف تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې له ۱۰کسانو څخه ۸ یې ناپاکې اوبه څښي.



































