په نیمروز کې د زرنج – دلارام لویې لارې ته څېرمه، د چخانسور ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه معیاري ټرانزیټي ترمینل د جوړېدو چارې پیل شوې. د نیمروز ولایت د واټ ټرانسپورت د تنظیم رییس محمد اقبال کلیمالله ویلي، چې یاد ترمینل د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له بودجې څخه د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړېږي. د هغه په وینا، په یاده پروژه کې د ترمینل لپاره د احاطې دېوال، جومات، اداري دفتر، او د موټرچلوونکو لپاره د استراحت خونو جوړول شامل دي او پرمټ به یې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي. دغه ترمینل پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او ودې په موخه جوړېږي او په یوه کال کې به یې چارې بشپړې شي.



































