ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره شپه د شپې ۱۲ بجې د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ د مغلګۍ سیمې کې، د پاکستان یرغلګرو ځواکونو د دې سیمې د یوه ملکي اوسېدونکي، ولایتخان د قاضيمیر زوی پر کور هوایي برید کړی، چې په پایله کې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ نجونې) او یوه مېرمن شهیدان شوي دي او کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.



































