د غور ولایت په ساغر، تولک، دولینه، تیوره، پسابند، چهارسده او دولتیار ولسوالیو کې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ګڼ شمېر پروژو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح الله غوثي زاده وايي، چې د پاکو اوبو رسولو ۲۸ پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۲.۵ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي. د نوموړي په وینا، د یادو پروژو له بشپړېدو وروسته به د سیمې ۷ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.



































