مخکینی ولسمشر حامد کرزی د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو ملاتړ کوي او په دغو خبرو کې په پرمختګونو خوښي ښيي. کرزي له الجزیرې ټلویزیون سره په تازه مرکه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ځواکونو د ایستلو او ترهګرو ډلو سره د اړیکو نه پاللو په اړه د هوکړې د مسودې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې هیله مند دی چې دا پروسه به ژر اوربند او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي. حامد کرزی مسکو کې د طالبانو او افغان سیاسیونو ناستې ته په اشارې سره له ملي یوالي حکومت او ولسمشر غني څخه غواړي، چې له دا ډول ناستو سره د مخالفت پر ځای هغو سره ملاتړ او همکاري وکړي. کرزی وايي د طالبانو او حکومت ترمنځ بالاخره باید خبرې وشي او اوسنی حکومت باید په ټول شموله بین الافغاني مذاکراتو کې پراخ او اغېزمن حضور ولري. کرزی وايي طالبانو سره سوله کې باید د افغانستان لپاره داسې لید لوری په پام کې ونیول شي، چې نړۍ سره برابر وي، نجونو او هلکانو ته د زده کړو ښه امکانات برابر وي او نړیوالې ټولنې سره ښه همکاري ولري.