د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په لړم میاشت کې ۲ زره او ۷۶۸ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې د ۶۲ مېرمنو په ګډون ۱۴۲۶ تنه افغانستان ته راغلي او د ۲۴ مېرمنو په ګډون یو زرو او ۳۴۲ کسان بېرته تللي. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې ۱۶۴ تنو یې د تاریخي سیمو د لېدلو او ګرځندويۍ لپاره او پاتې نورو یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی. د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، آقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.



































