په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، له ولسمشریزو ټاکنو سره د څه باندې ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي. له دې وړاندې یادې ټولنې له پارلماني ټاکنو وروسته له ټاکنیزو بنسټونو سره خپلې مرستې په اصلاحاتو پورې تړلې بللې وې. په افغانستان کې د دغې ټولنې سفیر پیري مایدون ویلي، هیله مندي شته چې د ټاکنیزو بنسټونو نوي کمشنران دا ځل خپل مسولیت په ښه ډول ترسره کړي. مایدون ویلي، ټاکنیزو کمېسیونونو ته د نويو کمشنرانو ټاکل یو مهم ګام و چې دوی يي د ستونزو حل ته هیله من کړي دي. نوموړي ویلي، اروپايي ټولنې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۵،۵ ملیونه یورو ځانګړي کړې دي چې اړوندو بنسټونو ته به يي ورکړي. ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې په جولای میاشت کې تر سره شي چې افغان حکومت هم ورته د چمتوالي خبره کړې ده.